23 ټول سخت کارونه فائده ورکوى، خو د تشو خبرو په وجه غربت راځى.
هغوئ په کاڼو کښې سورنګونه جوړوى، او هغوئ قيمتى کاڼى پېدا کوى.
هغه څوک چې په ټګۍ سره سترګې وهى نو د تکليف باعث کيږى، او په بېفکره خبرو سره به کم عقل تباه شى.
محنتى لاسونه به حکومت کوى، خو ناراستى به دې غلام کړى.
کۀ څوک بدې ارادې لرى، هغه به ګمراه شى، کۀ څوک نېکې ارادې لرى، هغه به مينه او وفا ومومى.
د هوښيارانو مال دولت د دوئ تاج دے، خو د ناپوهه هار صرف کم عقلتوب دے.
څوک چې د خپلې زمکې زميدارى کوى هغوئ سره به ډېر خوراک وى، د چا په سوچ کښې چې هوائى خيالونه ګرځى، نو سخته غريبى به پرې راشى.
يو کاريګر د خپل محنت نه څۀ فائده اخلى؟
څومره چې تۀ پرېشانه يې، نو هغه هومره به خراب خوبونه وينې او چې څومره زياتې خبرې کوې، نو هغه هومره به کم عقلې خبرې درنه وځى.
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
او د دې نه علاوه هغوئ کور په کور ګرځى او بېکاره اوسېدل زده کوى، او نۀ صرف بېکاره ګرځى بلکې غېبت کوى او د نورو په کار کښې ګوتې وهى او هغه خبرې کوى چې ورته نۀ دى کول په کار.