21 هغه څوک چې خپل ګاونډى سپک ګڼى ګناه کوى، خو بختور دے هغه څوک چې په غريب رحم کوى.
مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بېلالچه قرض ورکوى، او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.
هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى، او د عزت سره به د هغۀ سترګې اوچتيږى.
ځکه هغۀ نۀ د حاجتمندانو درد ته سپک وکتل، او نۀ هغۀ د هغوئ ضرورتونو ته شا کوى نو هغه د هغوئ فريادونه اورى.
هغه څوک چې کم عقل وى نو خپل ګاونډى ته سپک ګورى، خو هوښيار او پوهه سړے خپله ژبه قابو کښې ساتى.
څوک چې په غريبانانو ظلم کوى نو دا د هغوئ د خالِق بېعزتى کوى، خو څوک چې په ضرورتمند رحم کوى د خُدائ پاک احترام کوى.
هر هغه څوک چې په غريبانانو پورې خندا کوى، نو د هغۀ د خالِق بېعزتى کوى او هر هغه څوک چې د چا په بدبختۍ خوشحاليږى نو دے به هم بېسزا پاتې نۀ شى.
کله چې بدکارى راشى نو رسوائى هم راځى، او د شرم سره سپکوالے راځى.
څوک چې د غريب مدد کوى هغه مالِک خُدائ سره ښېګړه کوى او څۀ چې هغه کوى نو هغه به يې اجر ورکړى.
بدکاره انسان د بدۍ خواهشمند وى، د هغۀ ګاونډيان هم هيڅ قِسمه رحم د هغۀ نه نۀ وينى.
بختور دى هغوئ څوک چې سخاوت کوى، ځکه چې هغوئ غريبانان مړوى.
څوک چې غريبانانو له ورکړه کوى نو د هيڅ شى محتاجه به نۀ شى، خو څوک چې په دوئ باندې سترګې پټوى نو دوئ به په لعنت کښې ګرفتار شى.
څوک چې خپل ځان په زيات سود سره مالداره کړى خو آخر به د هغۀ مال دولت د هغه چا شى څوک چې په غريبانانو مهربانه وى.
بادشاه سلامت، په دې وجه دې زما نصيحت تا ته د منلو وى، د خپلو ګناهونو اعتراف وکړه او هغه په ښو کولو سره پرېږده، او په مظلومانو رحم وکړه او شرارت پرېږده. نو کېدے شى چې په دې کښې به ستا د بادشاهۍ خير قائم پاتې شى.“
عيسىٰ هغه خلقو ته هم چې په خپل ځان يې باور کولو چې مونږ صادقان يُو او نور يې سپک ګڼل، دا مِثال ووئيلو،
په دې هر څۀ کښې ما تاسو ته مثال درکړو چې په دې طريقه مونږ ته په کار دى چې د غريبانانو مدد وکړو او د مالِک عيسىٰ خبرې ياد ساتو چې هغۀ په خپله فرمائيلى دى چې، د اخستو نه په ورکړه کښې برکت ډېر دے.“
هغۀ ته د څۀ څيز قرض ورکولو نه په دې وجه اِنکار مۀ کوئ چې د قرضونو د معاف کولو کال نزدې دے. داسې بد سوچونه خپل ذهن ته مۀ راولئ. کۀ تاسو خپل ورور له قرض ورنۀ کړئ نو هغه به مالِک خُدائ ته ستاسو خِلاف فرياد وکړى او ګناه به ستاسو په غاړه شى.
نو د دې دپاره چې تاسو سست نۀ شئ بلکې د هغوئ په نقش قدم شئ څوک چې د ايمان او صبر په وسيله د لوظ وارثان دى.