20 غريب د هيچا خوښ نۀ وى، تر دې چې خپل ګاونډيان يې هم نۀ خوښوى، خو مالداره ډېر دوستان لرى.
بادشاه خپلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې همان ته د عزت نه ټيټېږئ، خو مردکى يې عزت نۀ کولو او نۀ ورته ټيټېدو.
هغوئ زما نه نفرت کوى او هغوئ ما سره هيڅ تعلق نۀ لرى، او ښۀ په زړۀ ورتيا زما په مخ توکاڼى تُوکى.
نو هلته هغۀ له د هغۀ ټول وروڼه خوېندې او ټول پخوانى خپل پردى راغلل او هغوئ د هغۀ په کور کښې روټۍ وخوړه. او هغوئ ورته مينه ښکاره کړه او د هغه تکليفونو په وجه يې هغۀ له تسلى ورکړه چې مالِک خُدائ په هغۀ راوستى وُو. او هغوئ هر يو هغۀ له لږې پېسې او يوه د سرو زرو ګوتمه ورکړه.
د مالداره مال دولت د هغۀ دپاره قلعه ده، خو غربت د غريب دپاره تباهى ده.
دولت ډېر دوستان پېدا کوى، خو غربت ټول دوستان د هغۀ نه شړى.