11 د بدعمله کور به تباه شى، خو د صادقانو خېمه به آباده شى.
ځکه چې د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو اولاد به نۀ وى، او څوک چې د رشوت سره مينه کوى نو اور به د هغوئ کورونه سوزوى.
دوئ به وائى چې دا د بدعمله خلقو کور دے، د هغه چا څوک چې د خُدائ پاک نه منکر وى.“
تۀ به ما ته د مالدارو او بدعمله خلقو په حقله ووائى، د چا کورونه چې د هغوئ د ګناهونو په وجه تباه شوى دى.
چې څوک په دې جاله يقين کوى نو هغوئ ته به دا جاله ټينګه نۀ شى، کۀ څوک ورپورې ځان وتړى، نو دا به يې برداشت نۀ کړى.
چې څوک ستا نه نفرت کوى نو هغوئ به په شرمونو وشرميږى، او د بدکارانو کور به تباه شى.“
کۀ تۀ صفا او صادق يې، نو هغه به په خپله راپاڅى او هغه به تا له خپل صحيح مقام واپس درکړى.
او ستا ښځه به لکه د مېوه داره انګورو بوټى په شان وى، او ستا زامن به لکه د زيتون بوټى په شان وى، ستا د دسترخوان نه به راچاپيره وى.
په لږ وخت کښې به فنا شى بدکاران، تاسو به يې لټون کوئ خو پېدا به نۀ شى بدکاران.
څوک چې په خپل دولت باندې اعتبار کوى نو هغه به پرېوځى، خو صادقان به د شنو پاڼو په شان تازه وى.
بدعمله خلق مړۀ شى او فنا شى، خو د صادقانو خاندان کلک ولاړ وى.
مالِک خُدائ د مغرور کور سر د لاندې راغورزوى، خو هغه د کونډې جائيداد محفوظ ساتى.
صادقه خُدائ هغه هر څۀ وينى کوم چې د بدکاره په کور کښې کيږى، او په بدکاره به هغه تباهى راولى.
د هوښيارانو په کور کښې ښۀ خوراکونه ډېر تير وى، خو کم عقل چې څۀ ګټى هغه څټى.
د بدعمله په کور مالِک خُدائ لعنت ورَوى، خو هغه د صادق په کور باندې برکت ورَوى.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، زۀ به دا لعنت بهر ولېږم، او دا به د غل کور ته او د هغه چا کور ته ورننوځى څوک چې زما په نوم د دروغو قسمونه خورى. دا به په هغه کور کښې پاتې شى او دا به د دې لرګى او کاڼى دواړه په پوره توګه تباه کړى.“