7 يو انسان خپل ځان داسې ښائى چې ګنې مالداره دے خو هيڅ هم نۀ لرى، خو يو بل انسان خپل ځان غريب ښائى، خو په اصل کښې ډېر زيات مالداره وى.
يو کس چې سخاوت کوى، نو نور هم مالداره کيږى، خو يو بل کس چې کنجوس وى نو نور به هم غريب شى.
دا ښۀ خبره ده چې انسان عام کس وى او نوکر يې وى، په ځائ د دې چې ځان ته څۀ وائى او د لوږې مرى.
حرام مال دولت به زر ختم شى، خو هغه څوک چې په ورو ورو مال جمع کوى هغوئ به دا اضافه کړى.
د يو انسان مال دولت کېدے شى چې د هغۀ د ژوند فديه ورکړى، خو غريب انسان ته خو څوک دهمکى قدرې هم نۀ ورکوى.
خو خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، اے کم عقله. هم په دې شپه به دې ساه وخېژى. او تا چې کوم مال دولت راجمع کړو، دا به اوس د چا شى؟
دا د هغه چا مِثال دے چا چې د خپل ځان دپاره مال دولت راجمع کړو، خو دے د خُدائ پاک په نزد مالداره نۀ دے.“
خپل مال حال خرڅ کړئ او حاجتمندو ته يې ورکړئ او د ځان دپاره داسې بټوې تيارې کړئ چې هيڅکله نۀ زړيږى او خپل ځان له په آسمان کښې داسې خزانې جوړې کړئ چې هيڅکله نۀ ختميږى، چرته چې نۀ غل شته او نۀ وينۀ.
ستاسو په خيال تاسو اوس هغه هر څۀ حاصل کړل څۀ چې تاسو غوښتل، تاسو اوس مالداره شوى يئ، زمونږ نه بغېر تاسو بادشاهى کوئ، په حقيقت کښې زما خواهش وو چې تاسو بادشاهان شئ نو چې مونږ هم درسره بادشاهى وکړُو.
په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.
کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو، مونږ غريبانان يُو خو ډېر خلق غنيان کوُو، مونږ سره څۀ نشته خو بيا هم راسره هر څۀ شته.
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
هغوئ د خلقو سره د آزادۍ لوظ کوى خو هغوئ په خپله د ګمراهۍ غلامان دى، ځکه چې خلق هم د هغه څۀ غلامان وى د څۀ نه چې مجبور وى.
ما ته ستا د تنګسيا او غربت پته ده، خو بيا هم تۀ مالدار يې، زۀ د هغه خلقو د کُفر وئيلو نه هم خبر يم چې ځان ته يهوديان وائى خو دى نۀ. دا د شېطان جماعت دے.
ځکه چې تۀ وائې چې زۀ مالدار او دولتمند يم او د څۀ څيز حاجتمند نۀ يم. حقه خو دا ده چې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې تۀ څومره قابلِ رحم، بدنصيبه، خوار، ړوند او بربنډ يې.