25 صادقان په مړه خېټه ډوډۍ خورى، خو د بدعملو خېټه اوږى وى.
او څوک چې په ښۀ څيزونو ستا ارمانونه پوره کوى، نو چې د باز په شان ستا ځوانى تازه شى.
دا به زۀ په ډېر پېداوار باندې بختور کړم، او د هغې غريبان به زۀ په خوراک باندې ماړۀ کړم.
د زمرى بچى به اوږى او کمزورى شى، خو د چا چې په مالِک خُدائ باندې توکل وى هغه به د هيڅ څيز محتاجه نۀ شى،
د يو صادق چې لږ مال او دولت وى، د بدعملو د ډېر دولت نه به قيمتى وى.
په مالِک خُدائ توکل وکړه او نېکى کوه، نو په زمکه باندې په امن سره ژوندون کوه.
مالِک خُدائ صادق اوږى کېدو ته نۀ پرېږدى، خو د بدکارانو ارمان رد کوى.
څوک چې تربيت نظر انداز کوى هغوئ به غريب او شرمنده شى، خو څوک چې نصيحت قبلوى هغه به عزتمند شى.
خو بيا غريبى به لکه د يو ډاکو په شان په هغۀ باندې ورټوپ کړى، او نيستى به لکه د وسله بند انسان په شان هغه راګېر کړى.
نو بيا به غريبى او نيستى د وسله بند ډاکو په شان په تا باندې حمله وکړى.
کله چې هغۀ هر څۀ خرچ کړل نو په هغه مُلک کښې سخت قحط راغلو او هغه ضرورتمند شو،
نو بيا به تاسو د هغه دشمنانو خِدمت کوئ چې مالِک خُدائ يې ستاسو خِلاف درلېږى. تاسو به اوږى، تږى، بربنډ او د هر څۀ حاجتمند يئ. مالِک خُدائ به تاسو سخت وکَړوى تر دې پورې چې تباه شئ.
هغوئ به د لوږې او تبې نه مړۀ شى، هغوئ به په دې سختو وباګانو مړۀ شى. زۀ به ځنګلى ځناور ورولېږم چې په هغوئ حمله وکړى، او زهرژن ماران به ورولېږم چې هغوئ وچيچى.
ځکه کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ هغه وخت تاسو ته دا حکم درکړو چې څوک کار کول نۀ غواړى نو هغه دې خوراک هم نۀ کوى.
ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.
د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“