24 هغه څوک چې خپل زوئ نه د تربيت چوکه لرې ساتى هغه د هغۀ نه نفرت کوى، خو هغه څوک چې ورسره مينه کوى هغوئ يې په تربيت ورکولو کښې احتياط کوى.
د خپل زوئ تربيت د اول نه په ماشوموالى کښې کوه هسې نه چې وروستو تۀ د هغۀ ژوند برباد کړې.
د ماشومانو زړۀ د کم عقلتوب نه ډک وى، خو د وهلو چوکه د هغوئ نه دا عادت وکاږى.
د تربيت چوکه حِکمت پېدا کوى، خو چې کوم بچے چې آزاد آموخته شى نو هغه به د خپلې مور د شرمولو باعث شى.
د خپل زوئ ښۀ تربيت وکړه هغه به تا ته سکون او خوشحالى درکړى.
ځکه چې مالِک خُدائ چې چا سره مينه کوى نو هم هغه تنبيه کوى لکه څنګه چې يو پلار هم هغه زوئ تنبيه کوى کوم چې هغۀ ته ګران وى.
خو څوک چې ما نۀ حاصلوى خپل ځان ته نقصان ورکوى، هر څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغه د مرګ سره مينه کوى.“
”هغه څوک چې زما مريد جوړېدل غواړى نو کۀ هغه د خپل مور، پلار، ښځې، بچو، وروڼو، خوېندو او د خپل ځان نه زړۀ صبر نۀ کړى نو هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.
ياد لرئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو د اصلاح دپاره سزا درکوى لکه چې يو پلار خپلو بچو له تربيت ورکوى.