23 د غريب سړى پټى به ډېره غله پېدا کوى، خو بېاِنصافى به دا هر څۀ جارُو کوى.
مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بېلالچه قرض ورکوى، او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.
څوک چې په خپله زمکه کښې محنت کوى نو هغۀ سره به ډېر خوراک وى، خو څوک چې بېکاره منصوبو پسې ګرځى کم عقل دى.
انسان د خپلو شونډو په مېوه په ښۀ څيزونو مړيږى، لکه څنګه چې د هغۀ د لاسونو محنت دۀ له اجر ورکوى.
کۀ څوک د اينځر د ونې خيال ساتى نو د هغې مېوه به هم وخورى، او هر هغه څوک چې د خپل نېک خيال ساتى نو هغه به عزتمند شى.
څوک چې د خپلې زمکې زميدارى کوى هغوئ سره به ډېر خوراک وى، د چا په سوچ کښې چې هوائى خيالونه ګرځى، نو سخته غريبى به پرې راشى.
تر دې چې بادشاه هم د دې مُلک نه خپل مفاد حاصلوى.
هغوئ به دا يوې بهېدونکې ولې ته کوزه کړى چې د هغه ځائ زمکه هيڅکله نه يوې شوې وى او نه کَرلے شوې وى او هغوئ به هلته د دې سخۍ څټ مات کړى.