22 يو ښۀ انسان د خپل نسل دپاره ميراث پرېږدى، خو د ګناهګارو مال دولت صادقانو ته حواله کيږى.
هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ دې هيڅکله د هغه خلقو سره ودونه ونۀ کړُو او نۀ د هغوئ سره د ښۀ کېدو او کاميابېدو دپاره مدد وکړُو دا د دې دپاره چې هغه څيزونه مونږ ته مِلاو شى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى او چې دا مُلک به زمونږ اولاد ته په ميراث کښې مِلاو شى.
ستا د خِدمتګارو بچى به ستا په حضور کښې اوسيږى، او د هغوئ اولاد به ستا په حضور کښې قائم دائم وى.
د هغوئ اولاد به په زمکه زورَور خلق شى، د صادقانو نسل به بختور کړے شى.
او تۀ دې تر هغې پورې ژوندے پاتې شې چې د خپلو بچو بچى وګورې، په بنى اِسرائيلو دې سلامتيا وى.
ځوان ومه، بوډا شومه، صادقان مې بېاسرى ليدلى نۀ دى، او د هغوئ بچى مې د روټۍ په سوال ليدلى نۀ دى.
نمسى د خپلو مشرانو دپاره تاج وى، او ماشومان په مور پلار فخر کوى.
څوک چې خپل ځان په زيات سود سره مالداره کړى خو آخر به د هغۀ مال دولت د هغه چا شى څوک چې په غريبانانو مهربانه وى.
خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بېمعنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.