متلونه 13:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 څوک چې ښۀ نصيحت ته سپک وګورى هغوئ به نقصانى شى، خو چې څوک د حُکم احترام کوى هغوئ ته به اجر مِلاو شى. Faic an caibideil |
خو د بنى اِسرائيلو خلقو په صحرا کښې هم زما خلاف سرکشى وکړه. هغوئ زما په حکمونو عمل ونۀ کړو او زما شريعت يې رد کړو، او دا چې چا هم په دې عمل وکړو هغه به په دې ژوندى پاتې شى. خو هغوئ په ښکاره توګه زما د سبت بېعزتى وکړه. نو ما وفرمائيل چې زۀ به خپل قهر او غضب په دوئ نازل کړم او هغوئ به په صحرا کښې تباه کړم.