9 دا ښۀ خبره ده چې انسان عام کس وى او نوکر يې وى، په ځائ د دې چې ځان ته څۀ وائى او د لوږې مرى.
صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى.
د سړى د خپل حِکمت په مطابق صِفت کيږى، خو د خراب ذهن لرونکى سپک کيږى.
يو انسان خپل ځان داسې ښائى چې ګنې مالداره دے خو هيڅ هم نۀ لرى، خو يو بل انسان خپل ځان غريب ښائى، خو په اصل کښې ډېر زيات مالداره وى.
دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى.
ځکه چې هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت شى.“