7 بدعمله خلق مړۀ شى او فنا شى، خو د صادقانو خاندان کلک ولاړ وى.
تۀ به همېشه اولاد لرې او زۀ به ستا بادشاهى تل دپاره قائمه ساتم. ستا بادشاهت به هيڅکله نه ختميږى.“
ستا نوم به لوئ وى او خلق به همېشه وائى چې، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے. او ستا د خِدمت کوونکى داؤد بادشاهت به د همېشه دپاره قائم وى.
نو بادشاه حُکم وکړو چې داسې دې وشى او په سوسه کښې دا فرمان جارى شو. د همان د لسو زامنو لاشونه په دار راځوړند کړے شول.
خو د بد کاره خلقو سترګې به ړندې شى، او هغوئ به د تېښتې ټولې لارې خطا کړى، او هغوئ به صرف د مرګ په انتظار وى.“
هغه د هغوئ په کارونو خبر دے، هغه يې په شپه کښې لرې کړى او هغوئ تباه شى.
په لږ وخت کښې به فنا شى بدکاران، تاسو به يې لټون کوئ خو پېدا به نۀ شى بدکاران.
هرکله چې طوفان راشى نو بدکاره جارُو کړى، خو صادق به د تل دپاره قائم وى.
په دې يقين وکړئ، چې بدکاران به بېسزا پاتې نۀ شى، خو هغوئ څوک چې صادقان دى هغوئ به آزاد وى.
د سړى د خپل حِکمت په مطابق صِفت کيږى، خو د خراب ذهن لرونکى سپک کيږى.
هوښياره ښځه خپل کور آبادوى، خو کم عقله ښځه يې په خپلو لاسونو ورانوى.
د بدعمله کور به تباه شى، خو د صادقانو خېمه به آباده شى.
مالِک خُدائ د مغرور کور سر د لاندې راغورزوى، خو هغه د کونډې جائيداد محفوظ ساتى.