Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 12:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د بدعمله خلقو خبرې د وينو توېدلو په طمع وى، خو د صادقانو خبرې د هغوئ ژوند بچ کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 12:6
12 Iomraidhean Croise  

د صادقانو منصوبې د اِنصاف وى، خو د بدعملو په نصيحت کښې هم دوکه وى.


د کم عقل د خبرو نه يو ډنډا جوړه شى چې هغه وهى، خو د هوښيارانو خبرې هغوئ بچ ساتى.


بدعملۍ له هغوئ په منډه ځى، او د بې‌ګناه وينې تويولو دپاره تېزى کوى. د هغوئ خيالونه د ګناه دى، او هر چرته چې ځى نو تباهى او بربادى کوى.


زما د غوره شوى قوم په مينځ کښې شريران پېدا کيږى. هغوئ لکه د مارغانو د ښکاريانو په شان په انتظار کښې ناست دى، دوئ د خلقو دپاره دام خوروى ترڅو هغوئ په کښې راګېر کړى.


په سحر کښې يهوديان د يو سازش دپاره راغونډ شول او خپلو کښې يې سره دا قَسم وکړو چې نۀ به څۀ خورو او نۀ به څۀ څښو ترڅو چې دوئ پولوس وژلے نۀ وى.


اوس دا ستاسو او د جرګې کار دے چې کمان آفسر ته درخواست وکړئ چې هغه تاسو له لاندې راولى په دې بهانه چې تاسو غواړئ چې د دۀ د مقدمې صحيح تحقيقات وکړئ. مونږ دې ته تيار يُو چې دلته د رارسېدو نه وړاندې هغه قتل کړُو.“


او خواست يې ورته وکړو چې د پولوس خلاف په مونږ دا مهربانى وکړه چې هغه يروشلم ته ولېږه، په حقيقت کښې هغوئ په لاره د هغۀ د وژلو سازش کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan