Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 12:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 يوه پاک لمنه ښځه د خپل خاوند د سر تاج وى، خو يوه بې‌حيا ښځه د هغۀ په هډوکو کښې لکه د ناسور په شان وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 12:4
16 Iomraidhean Croise  

د تميز نه بغېر يوه ښُکلې ښځه داسې وى لکه د سرو زرو نتکۍ چې د خنزير په پوزه وى.


د صادقانو منصوبې د اِنصاف وى، خو د بدعملو په نصيحت کښې هم دوکه وى.


هوښياره ښځه خپل کور آبادوى، خو کم عقله ښځه يې په خپلو لاسونو ورانوى.


پُرسکونه زړۀ بدن له ژوندون ورکوى، خو حسد هډُوکى بوسه کوى.


چا ته چې ښۀ ښځه مِلاو شوه دا د هغۀ دپاره خزانه ده، او هغه ورته د مالِک خُدائ د خوا نه برکت دے.


د جنګ ببره او سرتېزه ښځې سره د اوسېدو نه په صحرا کښې اوسېدل ښۀ دى.


دا بهتره ده چې د کوټې دپاسه په يو ګوټ کښې ځانله ژوند کوى نه چې په کور کښې د ژبه ورې ښځې سره اوسيږى.


ترخه ښځه چې وادۀ شى، او کومه وينځه چې د خپلې بى‌بى بن جوړه شى.


”ډيرې ښځې دى چې د عزت او درانۀ کارونه کوى، خو تۀ د دې ټولو نه ښۀ يې.“


ما واورېدل او زړۀ مې په رپېدو شو، زما شونډې په هغه آواز سره په رپېدو شوې، زما هډُوکى وراستۀ شول، او زما پښې په لړزېدو شوې. تر اوسه زۀ د مصيبت د هغه ورځې په صبر سره انتظار کوم چې په هغه قوم به راشى څوک چې په مونږ حمله کوى.


خو په مالِک کښې ښځه د سړى نه غېر آزاده نۀ ده او يا سړے د ښځې نه غېر آزاد نۀ دے.


نو د سړى دپاره په کار نۀ دے چې هغه خپل سر پټ کړى ځکه چې سړے د خُدائ پاک د صورت او جلال په شان دے، خو ښځه د سړى جلال ده.


خو روت، اوس خفه کېږه مه. چې تۀ څنګه غواړې زۀ به هم هغه شان وکړم، لکه چې په ښار کښې ټولو خلقو ته پته ده، چې تۀ يوه شريفه ښځه يې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan