3 انسان د بدعملۍ په ذريعه قائم نۀ شى جوړېدے، خو د صادقانو جرړه به کله هم نۀ ختميږى.
هغوئ به نۀ مالداره کيږى او د هغوئ مال دولت به نۀ پاتې کيږى، او هغوئ به د زمکې د مخ نه ورک شى.
د قرض په بدل کښې چې څوک نۀ وى سود خواران او څوک چې د بېګناه خلاف رشوت نۀ قبلوى. نو داسې چې څوک کوى هغه به قائم وى مدام.
هرکله چې طوفان راشى نو بدکاره جارُو کړى، خو صادق به د تل دپاره قائم وى.
د صادقانو صداقت د هغوئ لار سموى، خو بدعمله به د خپلې بدعملۍ لاندې راګېر شى.
بدعمله د بېدينه خلقو د لوټ شوى مال خواهش کوى، خو د صادقانو جرړې خوريږى.
هيڅ څوک خپل ځان د مرګ نه نۀ شى بچ کولے او نۀ څوک د اجل ورځ وروستو کولے شى. دا يو داسې جنګ دے چې مونږ ترې نه نۀ شُو خلاصېدلے، او بدعملى يو بدعمله کس د مرګ نه نۀ شى بچ کولے.
نو چې بيا د ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړونو کښې واوسيږى، او زما دا دُعا ده چې د خُدائ پاک په مينه کښې ستاسو جرړې مضبوطې شى.
په هغۀ کښې جرړې خورې کړئ او خپل ژوند په هغۀ باندې آباد کړئ، او په ايمان کښې مضبوط شئ څنګه چې تاسو ته تعليم درکړے شوے وو او شُکر ادا کوئ.
ستا د هوښيارتوب دپاره دې د خُدائ پاک شُکر وى او د هغې دپاره چې تا نن وکړل چې د وينې تويولو د جرم او د خپل بدل اخستلو نه دې وساتلم.