27 ناراسته انسان خپل ښکار هم نۀ پخوى، خو محنتى انسان خپل مال دولت اضافه کوى.
د يو صادق چې لږ مال او دولت وى، د بدعملو د ډېر دولت نه به قيمتى وى.
ناراسته لاسونه يو انسان غريبوى، خو محنتى لاسونه انسان مالداره کوى.
صادق انسان په دوستانه کښې احتياط کوى، خو د بدعمله چال چلن يې په غلطه لار بوځى.
يو ناراسته کس ډېر څۀ غواړى خو څۀ ورته نۀ ملاويږى، خو د محنت کوونکى خواهش تر سره کيږى.
د مالِک خُدائ په يره کښې لږ آمدن غوره دے، د هغه ډېر مال دولت نه چې سکون په کښې نۀ وى.
په صداقت سره لږه ګټه ښۀ ده د هغه ډيرې ګټې نه چې په بېاِنصافۍ وى.
په خپله مرۍ چاړۀ کېږده کۀ تۀ زيات خوړونکے يې.
لکه څنګه چې دروازه په خپلو قبضو تاويږى، دغه شان ناراسته په خپل کټ کښې اوړى راوړى.
ناراسته خپل لاس تالى ته وراوږدوى، خو هغه دومره ناراسته وى چې واپس يې خپلې خولې ته نۀ راوړى.