22 مالِک خُدائ د دروغژونو شونډو نه نفرت کوى، خو هغه د هر هغه چا نه خوشحاله وى څوک چې رښتينى وى.
نو د بيتايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل.
ما د دروغژنو شونډو نه بچ کړه اے مالِکه خُدايه او د دوکه بازو ژبو نه مې وساته
تۀ هغه تباه کوې، څوک چې دروغژن وى، مالِک خُدائ دوکه بازو او خونکارو نه کرکه کوى.
مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوى، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى.
مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى د چا زړونه چې کاږۀ وى، خو هغه د هغوئ سره مينه کوى د چا چال چلن چې بېداغه وى.
مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.
کۀ هوښيارې خبرې د يو کم عقل دپاره نامناسبه وى، نو د يو بادشاه دپاره به دروغژنې شونډې څومره نامناسبه وى.
مشران او عزتمند خلق د سر په شان دى او هغه پېغمبران د بېخ په شان دى چې د چا تعليمات د دروغو نه ډک وى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه، عدل و اِنصاف او صداقت راولم. ځکه چې په دې څيزونو کښې زما خوشحالى ده.“
تاسو زما د خلقو په مينځ کښې د لږو اوربشو او د يو څو ټوکړو روټۍ دپاره زما بېحرمتى وکړه. تاسو زما غوره شوى خلقو ته دروغ ووئيل او هغوئ هم په تاسو باور وکړو او دغه شان تاسو هغوئ ووژل څوک چې د وژولو نۀ وو او هغوئ مو ژوندى پرېښودل څوک چې د ژوندى پرېښودلو نۀ وو.
تاسو د خپلو دروغو په وجه صادقان بېزړۀ کړل اګر چې ما هغوئ ته هيڅ قسم تکليف نۀ دے ورکړے، او تاسو ګناهګارانو ته ډاډ ورکوئ چې د خپلو بدو لارو نه راونۀ ګرځى او د هغوئ ژوند بچ نۀ شى،
خو د ويرېدونکو، بېايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“
خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.