Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 12:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 صادقانو ته به هيڅ نقصان نۀ رسيږى، خو بدکاران به د مصيبت نه ډک وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 12:21
17 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ به ستاسو د هر مصيبت نه حفاظت کوى، هغه به ستا په ژوند باندې نظر ساتى.


نو هيڅ قِسمه نقصان به تا ته ونۀ رسيږى، او هيڅ قسمه افت به ستا خېمې ته نۀ رانزدې کيږى.


نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه مېوه وخورى او په خپلو منصوبو به ماړۀ شى.


خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“


په دې يقين وکړئ، چې بدکاران به بې‌سزا پاتې نۀ شى، خو هغوئ څوک چې صادقان دى هغوئ به آزاد وى.


څوک چې د بدو منصوبې جوړوى نو د هغوئ په زړونو کښې دوکه وى، خو خوشحالى د هغه چا دپاره ده څوک چې امن راولى.


بې‌ايمانان چې د څۀ حقدار وى هغه به ورته مِلاو شى او نېک انسان ته به د دۀ د اعمالو په مطابق اجر مِلاو شى.


د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کومه چې انسان ته سکون ورکوى او د مصيبتونو نه يې بچ ساتى.


ښۀ خبره دا ده چې دا دواړه خبرې هېرې نۀ کړې، ځکه څوک چې د خُدائ پاک نه يريږى، هغوئ به د دواړو خطرو نه بچ پاتې شى.


هغه کس څوک چې شاهى حُکم منى هغوئ ته به سزا نۀ ملاويږى. هوښيار کس د هر څيز په وخت او سبب باندې پوهيږى.


خو تۀ به زر د جلال په ځائ د شرم سره مخ شې. اوس ستا وار دے، وڅښه او ناسنته ځان لغړ کړه. د مالِک خُدائ د ښى لاس نه جام تا ته راروان دے، او سپکاوے به ستا جلال ختم کړى.


مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.


ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بې‌اندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى.


نو بيا تاسو له څوک نقصان درکولے شى کۀ چرې تاسو د نېک کارونو خواهشمند يئ؟


هغې ته د خپلو کړو بدله ورکړئ، هغې چې کوم ناروا کارونه کړى دى، هغه دوه چنده ورکړئ، او هغې چې په کومې پيالۍ کښې شراب ګډ کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan