19 رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.
نو د بيتايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل.
خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زما روح هلته تا سره نۀ وو څۀ چې کله هغه سړے د خپلې جنګى ګاډۍ نه تا له راکوز شو؟ دا وخت د پېسو او جامو، د زيتُونو ونو او د انګورو باغونو، د ګډو او څاروو يا د نوکرانو د قبلولو نۀ دے.
د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.
صادقان چې دا وګورى نو وبه يريږى، دوئ به هغۀ پورې خاندى او وبه وائى،
څوک چې د بدو منصوبې جوړوى نو د هغوئ په زړونو کښې دوکه وى، خو خوشحالى د هغه چا دپاره ده څوک چې امن راولى.
دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به تباه شى.
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.