Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 12:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 رښتينے ګواه په صداقت سره ګواهى کوى، خو دروغژن ګواه دروغ وائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 12:17
15 Iomraidhean Croise  

کم عقل انسان خپله غصه زر ښکاره کوى، خو هوښيار سړے بې‌عزتى هم نظر انداز کوى.


د بې‌پرواهۍ خبرې د تُورې په شان غوڅول کوى، خو د عقلمند ژبه پرهرونو له شفا ورکوى.


يو رښتونے ګواه ژوند بچ کوى، خو دروغژن ګواه دوکه مار وى.


يو رښتينے ګواه دروغ نۀ وائى، خو يو دروغژن ګواه ډوزې وولى.


بدکاره ګواه اِنصاف پورې خندا کوى، او بدکاران د شرارت نه خوند اخلى.


دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به بچ پاتې نۀ شى.


دروغژن ګواه به تباه شى، او څوک چې رښتيا وائى هغه به د تل دپاره خبرې کوى.


د ثبوت نه بغېر دې د خپل ګاونډى خِلاف ګواهى مۀ ورکوه، او د هغۀ په حقله د دروغو خبرې مۀ کوه.


دروغژن ګواه څوک چې دروغ وائى، او هغه کس چې د خاندان په مينځ کښې سرخوږے پېدا کوى.


دا هغه کارونه دى چې تاسو به يې کوئ، يو بل ته رښتيا خبره کوئ. او په خپل عدالت کښې د اِنصاف نه کار اخلئ، نو دا به امن راولى.


ځکه چې ټول وران خيالونه، لکه قتل، زنا، حرامکارى، غلا، د دروغو ګواهى او غېبت د زړۀ نه راوځى.


مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش وکړو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى.


هغوئ د دروغو ګواهان تيار کړل چې چا داسې ووئيل چې، ”دا سړے همېشه د خُدائ د دې مقدس کور او د موسىٰ د شريعت ګستاخى کوى.


خو په نرمۍ او درناوى سره خپل ضمير صفا ساتئ نو چې څوک په مسيح کښې ستاسو ښۀ چال چلن ته کنځل کوى نو هغوئ به بيا په داسې کولو پښېمانه شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan