10 صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى.
دا ښۀ خبره ده چې انسان عام کس وى او نوکر يې وى، په ځائ د دې چې ځان ته څۀ وائى او د لوږې مرى.
بيا به زۀ راشم او تاسو به يو داسې مُلک ته بوځم لکه چې ستاسو د مُلک په شان به وى، هلته به غله، مے، روټۍ او د انګورو باغونه وى.
ښځې هغۀ ته ووئيل چې، ”سړيه، تا سره خو بوقه هم نشته او دا کوهے ژور دے، نو تۀ به د کوم ځائ نه ما له د ژوندون اوبۀ راوړې؟
ځکه چې د موسىٰ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.“ ولې خُدائ پاک د غوَيانو فکر کوى څۀ؟
د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.
کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟
ادونىبزق ووئيل، ”اويا داسې بادشاهانو زما د دسترخوان نه پاتې شوې ټُکړې راټولې کړې دى چې د هغوئ د لاسونو او د پښو غټې ګوتې پرې کړے شوې وې. اوس خُدائ پاک ما سره هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما د هغوئ سره کړى وُو.“ هغه يروشلم ته بوتلے شو، چرته چې هغه مړ شو.
ناحس جواب ورکړو، ”زۀ به ستاسو سره په يو شرط باندې د صُلحې تړون وکړم، زۀ به د هر يو کس ښۍ سترګه وباسم او دا به د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره د شرم خبره وى.“