1 څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے.
ما د خپل کلام په تعليماتو باندې پوهه کړه، نو ستا په عجيبه کارونو به بيا غور وکړم.
کۀ نېک سړے ما وډبوى دا به مهربانى وى، او د هغۀ رټل به زما دپاره په سر باندې د تېلو په شان وى، او زما سر به د دې تېلو نه اِنکار نۀ کوى، خو زما دُعا به تل د بدعملو د کارونو په خلاف وى.
د مست آس يا قچر په شان مۀ جوړېږئ چې د واګو او قېزې نه بغېر نۀ قابو کيږى.
تاسو د اصلاح نه نفرت کوئ او تاسو زما حُکمونه شاته غورزوئ.
بېاحساسه خلق په دې نۀ پوهيږى، او کم عقل په دې نۀ پوهيږى.
هوښياران په نصيحت خوشحاليږى، خو بېوقوفه کړتن به تباه شى.
کۀ چرې صادقانو ته په زمکه د دوئ د کردار اجر ملاويږى، نو د بدعمله او ګناهګارانو به څۀ حال وى؟
مالِک خُدائ د ښۀ سړى نه خوشحاله وى، خو مالِک خُدائ هغه کسان رد کوى چې د بدو منصوبې جوړوى.
د هغه چا به سخت تربيت وشى څوک چې صحيح لاره پرېږدى، څوک چې د اِصلاح کولو نه نفرت کوى نو هغه به مړ شى.
بېخونده کس هر څۀ د خپلې خوښې په مطابق کوى، او د هرې صحيح فېصلې مخالفت کوى.
بېشکه چې زۀ په ټولو انسانانو کښې بېوقوفه يم، ما کښې د انسان په شان عقل نشته.
زۀ د هغه چا سره مينه کوم څوک چې ما سره مينه کوى، او څوک چې زما لټون کوى نو ما بيامومى.
نو اوس اے زما زامنو، ما ته غوږ ونيسئ، مبارک دى هغوئ څوک چې زما په لارو عمل کوى.
خو څوک چې ما نۀ حاصلوى خپل ځان ته نقصان ورکوى، هر څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغه د مرګ سره مينه کوى.“
غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“
اِمام به دے وګورى. کۀ د هغۀ په څرمن زخم سپين وى کوم چې وېښتۀ سپينوى او د پيپ نه ډک وى،
او هغوئ څوک چې هلاکېدونکى دى نو هغه به يې په خپل شرارت سره دوکه کړى. ځکه چې نۀ هغوئ د حق سره مينه کوله او نۀ يې هغه حق منلو کوم چې هغوئ ته خلاصون ورکولو.