6 د صادقانو صداقت هغوئ بچ کوى، خو بېايمانه خپل لالچ کښې ګېر شى.
په راتلونکى وخت کښې به تا ته په آسانۍ سره پته ولګى کۀ زۀ رښتونے سړے يم. چې کله تۀ بيا د دې کتلو له راشې، کۀ زما سره توره ګډه، ټکى ټکى يا برَګې چېلۍ نۀ وى، نو تۀ به پوهه شې چې پټې کړے شوې دى.“
اوس چې زما سره څۀ دى هغه ټول دې ولټول، تا د خپل کور کوم يو څيز موندلے دے چې هغه ستا وى؟ دا دلته بهر ښکاره کېږده چې زما او ستا خپلوان يې وګورى او دوئ به فېصله وکړى چې په مونږ کښې څوک په حقه دے.
تا ته د هغه ټولو بدو عملونو ډېره ښۀ پته ده چې تا زما پلار داؤد سره کړى دى. مالِک خُدائ به د دې په بدل کښې سزا درکړى.
قومونه کومه کنده چې وباسى نو په خپله ورګزار به شى، په پټ خور کړى دام کښې خپله راګېر به شى.
په خپلو خبرو سره کافر خپل ګاونډيان تباه کوى، خو صادق به د خپل عِلم په ذريعه بچ شى.
د شرير شرارت هم د هغۀ دپاره دام دے. او د هغۀ د ګناه رسۍ هغه کلک رانيسى.
څوک چې کنده کنى کېدے شى په خپله وروغورزيږى، څوک چې دېوال راغورزوى کېدے شى مار يې وچيچى.
نو بنى اِسرائيليان راوګرځېدل او بنيامينيان په وارخطايۍ آخته شوى وُو ځکه چې هغوئ ته پته ولګېده چې د هغوئ تباهى رانزدې ده.