Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 11:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 د صادقانو صداقت د هغوئ لار سموى، خو بدعمله به د خپلې بدعملۍ لاندې راګېر شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 11:5
19 Iomraidhean Croise  

کله چې اخى‌تُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.


د هغوئ مضبوط قدمونه خطا شوى دى، او د هغوئ خپلو منصوبو هغوئ ناکامه کړى دى.


خو دغه شان خلق د خپل ځان دپاره دام خوروى، داسې دام چې هغوئ به په خپله په کښې تباه شى.


د صادقانو ايماندارى د هغوئ لارښودنه کوى، خو بې‌ايمانه په خپلې بې‌ايمانۍ تباه دى.


انسان د بدعملۍ په ذريعه قائم نۀ شى جوړېدے، خو د صادقانو جرړه به کله هم نۀ ختميږى.


صداقت د نېکو خلقو لارې ساتى، خو شرارت بدعمله تباه کوى.


بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى.


د ناراسته لار د ازغو ډکه وى، خو د نېکانو لارې لکه د پوخ سړک په شان وى.


يو بدکاره انسان خپل ځان تکړه ښائى خو صادق انسان په خپلو لارو باندې سوچ کوى.


د چا کردار چې بې‌داغه وى نو هغه به بچ شى، خو د چا لارې چې غلطى وى نو ناګهانه به تباه شى.


چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.


د شرير شرارت هم د هغۀ دپاره دام دے. او د هغۀ د ګناه رسۍ هغه کلک رانيسى.


اے مالِکه خُدايه، د صادقانو لار هواره ده، نو د صادقانو دپاره چې کومه لار تۀ جوړوې نو هغه نېغه ده.


د بنى اِسرائيلو غرور د هغوئ خِلاف ګواهى ورکوى. هغوئ به د خپلې ګناه په وجه راوغورزيږى او د يهوداه خلق به هم ورسره راوغورزيږى.


نو بنى اِسرائيليان راوګرځېدل او بنيامينيان په وارخطايۍ آخته شوى وُو ځکه چې هغوئ ته پته ولګېده چې د هغوئ تباهى رانزدې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan