31 کۀ چرې صادقانو ته په زمکه د دوئ د کردار اجر ملاويږى، نو د بدعمله او ګناهګارانو به څۀ حال وى؟
مالِک خُدائ ما له اجر راکوى ځکه چې زۀ هغه څۀ کوم چې څۀ حق وى، هغه ما له برکت راکوى ځکه چې زۀ بېګناه يم.
او هغه ما له ځکه اجر راکوى چې هغه څۀ کوم چې صحيح وى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې زۀ بېګناه يم.
هغه روان شو. په لار کښې يو زمرے ورباندې راغلو او هغه يې ووژلو. د هغۀ لاش په سړک پروت وو او خر او زمرے ورسره ولاړ وُو.
څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے.
مصيبت په ګناهګارو پسې روان وى، خو سوکالى د صادقانو اجر دے.
هغه څوک چې کم عقل او يا لوفر ته کار ورکړى هغه لکه د هغه غشى ويشتونکى په شان وى چې هر څوک پرې ولى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د دُنيا د بدۍ له وجې به زۀ دې له سزا ورکړم، او بدعمله خلقو له به د هغوئ د ګناهونو سزا ورکړم. زۀ به د مغرورانو غرور ختم کړم، او د ظالمانو لوئى به خاورې کړم.
خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.
ګورئ چې ما د تباهۍ کار په يروشلم کښې شروع کړلو کوم ښار چې زما په نوم ياديږى. نو ولې تاسو به د سزا نه خلاص شئ څۀ؟ تاسو به بېسزا پاتې نۀ شئ، ځکه چې زۀ په ټوله زمکه کښې او د هغوئ په ټولو اوسېدونکو باندې جنګ راولم، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.
”هغه ليويان چا چې زما نه جدائى اختيار کړه کله چې د بنى اِسرائيلو قوم بېلارې شو او هغوئ چا چې زما په ځائ د خپلو بُتانو پيروى وکړه به د خپلې ګناه سزا وزغمى.
اِمامانو او خلقو سره به يو شان سلوک کيږى، زۀ به اوس خلقو او اِمامانو دواړو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکوم.