Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 11:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 د صداقت مېوه د ژوندون ونه ده، خو هوښيار سړے زړونه ګټى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 11:30
13 Iomraidhean Croise  

تر دې چې به په زوړ عمر کښې هم مېوه نيسى، دوئ به هر وخت تازه او شنۀ وى.


بدعمله د بې‌دينه خلقو د لوټ شوى مال خواهش کوى، خو د صادقانو جرړې خوريږى.


يو رښتونے ګواه ژوند بچ کوى، خو دروغژن ګواه دوکه مار وى.


نرمه ژبه د ژوندون ونه ده، خو ټګماره ژبه روح ماتوى.


حِکمت د هغوئ دپاره د ژوند ونه ده څوک چې هغې ته غاړه ورکوى، بختور دى هغوئ څوک چې هغه راټينګوى.


څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى.


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو آدم‌ګير جوړ کړم.“


اوس هم لَوګرى لګيا دى خپله مزدورى اخلى او د تل ژوندون دپاره مېوه راټولوى د دې دپاره چې کرونکى او لَوګرى دواړه په شريکه خوشحالى وکړى.


د مالِک عيسىٰ مسيح په حضور کښې کله چې هغه بيا راشى زمونږ اُميد او خوشحالۍ او د فخر تاج څۀ دے؟ ولې هغه تاسو نۀ يئ څۀ؟


نو تاسو په دې پوهه شئ چې څوک چې ګناه ګار د ګمراهۍ نه راواړوى، هغه به يو کس د مرګ نه بچ کړى او په ډېرو ګناهونو به پړده واچوى.


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan