29 څوک چې د خپل خاندان دپاره مصيبت پېدا کوى نو په ميراث کښې به ورته هوا پاتې شى، او کم عقل به د هوښيار نوکر وى.
يعقوب، شمعون او ليوى ته ووئيل، ”تاسو زۀ په تکليف کښې اچولے يم، اوس به کنعانيان، فرزيان او د دې مُلک هر يو کس زما نه نفرت کوى. زما سره دومره سړى نشته، کۀ دوئ ټول زما خِلاف يو ځائ شى او په ما حمله وکړى نو زمونږ مکمل خاندان به تباه شى.“
بدکاره انسانان به د نېکانو په حضور کښې، او شريران به د صادقانو په دروازو کښې په سجده شى.
لالچى خپل خاندان ته مصيبت ورپه برخه کوى، خو هغه څوک چې د رشوت نه نفرت کوى هغوئ به ژوندى پاتې شى.
دا هم ډېره د افسوس خبره ده، چې څنګه انسان دُنيا ته راځى نو هغه شان ځى. هغۀ فائده څۀ وکړه؟ چې عبث هوا پسې يې منډې ووهلې؟
هغوئ د هوا تخم کَرى، او د طوفان فصل به رېبى. د غلې فصل ولاړ دے خو وَږى په کښې نۀ ښکارى نو د خوراک مِلاوېدو په کښې څۀ امکان نشته. خو کۀ څۀ غله په کښې وى هم، نو د پردى مُلک خلق به يې وخورى.
دا زمونږ د نېک او د هغۀ د مکمل خاندان دپاره د تباهۍ سبب جوړېدے شى. هغه دومره بداخلاقه سړے دے چې د هيچا خبره به هم نۀ اورى.“
تقريباً لس ورځې وروستو مالِک خُدائ نابال ووهلو او مړ شو.