27 کۀ چرې تۀ خير غواړې نو تۀ به خير ومومې، خو شر هغه چا ته ورسيږى څوک يې چې لټون کوى.
نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.
په خپل غرور کښې بدکاران غريبانان خپل ځان ته پرزوى، دوئ په خپله په خپلو بدچلونو کښې راګېر کړه.
زما دشمنانو ما ته دامونه خوارۀ کړى دى، زۀ د خپلې پرېشانۍ په وجه ستړے شوے يم. زما په لار کښې دوئ کنده جوړه کړې ده. خو په خپله هم دوئ په کښې غورزېدلى دى.
بدکاره صرف سرکشۍ پسې ليونى وى، خو دوئ ته به سخته سزا مِلاو شى.
بختور دى هغوئ څوک چې سخاوت کوى، ځکه چې هغوئ غريبانان مړوى.