Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 11:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 خلق د هغه چا نه نفرت کوى څوک چې د ګرانۍ دپاره غله ذخيره کوى، خو د هغه چا خير غواړى څوک يې چې خرڅوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 11:26
7 Iomraidhean Croise  

يوسف د مِصر د مُلک د مشر په توګه د ټولې دُنيا په خلقو باندې غله خرڅوله. نو د يوسف وروڼه راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول او خپل سرونه يې ورته په زمکه ولګول.


چې خلقو به ترې نه غله اخستله، نو يوسف هغه ټولې روپۍ جمع کولې او هغه روپۍ به يې د فِرعون په خزانه کښې کېښودلې.


چې څوک به سخت غمژن وُو نو هغوئ به زما ښۀ وئيل، او زما په وجه به کونډو د خوشحالۍ سندرې وئيلې.


برکت د صادق د سر تاج دے، خو بدعمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوى.


هر هغه څوک چې يو ګناه ګار ته ووائى چې، ”تۀ بې‌ګناه يې،“ ټول قوم به په دۀ باندې لعنت ووائى او قومونه به يې رسوا کړى.


څوک چې غريبانانو له ورکړه کوى نو د هيڅ شى محتاجه به نۀ شى، خو څوک چې په دوئ باندې سترګې پټوى نو دوئ به په لعنت کښې ګرفتار شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan