25 يو سخى سړے به مالداره شى، او يو کس چې نور تازه کوى نو په خپله به هم تازه شى.
هغوئ جامونه، د خاورو لوښى، بسترې او داؤد او د هغۀ د سړو دپاره خوراک هم راوړو لکه غنم، اوربشې، اوړۀ، وريتې دانې، کورښې، دالونه، شات، پنير، ماستۀ او داسې څۀ ګډې هم. هغوئ ته پته وه چې داؤد او د هغۀ سړى به په صحرا کښې اوږى، تږى او ستړى وى.
يو کس چې سخاوت کوى، نو نور هم مالداره کيږى، خو يو بل کس چې کنجوس وى نو نور به هم غريب شى.
لالچى انسان جنګ جګړې جوړوى، خو څوک چې په مالِک خُدائ باندې توکل کوى هغه به آباد شى.
څوک چې غريبانانو له ورکړه کوى نو د هيڅ شى محتاجه به نۀ شى، خو څوک چې په دوئ باندې سترګې پټوى نو دوئ به په لعنت کښې ګرفتار شى.
نو بيا به ستا ګودامونه ډک شى او د سر نه به اوړى، او ستا د چاټۍ د خولې نه به نوى مے اوړى.
په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، او د خپل ټول فصل په وړومبۍ مېوې سره.
خو عزتمند انسان د صداقت کار کوى او چې کوم کار صحيح وى نو په هغې باندې کلک ولاړ وى.
بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى.