24 يو کس چې سخاوت کوى، نو نور هم مالداره کيږى، خو يو بل کس چې کنجوس وى نو نور به هم غريب شى.
او د صدوق د اولاد يو کس، مشر اِمام عزرياه هغۀ ته ووئيل، ”خلقو خپلې تُحفې د مالِک خُدائ کور ته راوړل شروع کړى دى، نو په دې وجه دا د خوراک دپاره کافى دى او د دې نه علاوه دا ډېر زيات هم دى. دا هر څۀ مونږ سره ځکه زيات پاتې شوى دى چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له برکت ورکړے دے.“
هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى، او د عزت سره به د هغۀ سترګې اوچتيږى.
بدکاره سړے په دوکه مال ګټى، خو هغوئ څوک چې د صداقت کرونده کوى نو حقيقى اجر به ومومى.
د نېکانو اُميدونه په ښۀ څيزونو سره سر ته رسيږى، خو د بدکارانو اُميد صرف د غضب په طرف وى.
يو سخى سړے به مالداره شى، او يو کس چې نور تازه کوى نو په خپله به هم تازه شى.
يو انسان خپل ځان داسې ښائى چې ګنې مالداره دے خو هيڅ هم نۀ لرى، خو يو بل انسان خپل ځان غريب ښائى، خو په اصل کښې ډېر زيات مالداره وى.
څوک چې د غريب مدد کوى هغه مالِک خُدائ سره ښېګړه کوى او څۀ چې هغه کوى نو هغه به يې اجر ورکړى.
څوک چې غريبانانو له ورکړه کوى نو د هيڅ شى محتاجه به نۀ شى، خو څوک چې په دوئ باندې سترګې پټوى نو دوئ به په لعنت کښې ګرفتار شى.
څوک چې خپل ځان په زيات سود سره مالداره کړى خو آخر به د هغۀ مال دولت د هغه چا شى څوک چې په غريبانانو مهربانه وى.
د سحر په وخت خپل تخم کره او تر ماښامه پورې په کار کښې بوخت اوسه، ځکه چې تا ته څۀ پته ده چې په کوم کار کښې کاميابې ده، په دې کښې، په هغې کښې او يا په دواړو کښې يو شان.
تاسو ډېر تخم کَرلے دے، خو فصل مو لږ رېبلے دے. تاسو خوراک کوئ خو ورباندې مړېږئ نه. تاسو اوبۀ څښئ، خو تنده مو پرې نۀ ختميږى. تاسو جامې اغوندئ، خو پرې نۀ ګرمېږئ. تاسو تنخواه ګټئ، خو صرف په هغه بټوه کښې اچولو دپاره چې په کښې سورى وى.
خو زۀ وايم چې، ولې يو سړے د خُدائ پاک نه غلا کولے شى څۀ؟ خو باوجود د دې تاسو زما نه غلا کوئ. خو بيا تاسو تپوس کوئ چې، مونږ تا نه څنګه غلا کوُو؟ خو زۀ دا وايم چې، تاسو په لسمه حِصه او نذرانو کښې زما نه غلا کوئ.
ورکړئ، نو تاسو ته به واپس درکړے شى. نو ستاسو جولۍ ته به ستاسو برخه ښۀ منډلې دربلې ښۀ ډکه تر خولې خولې واپس مِلاو شى. نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ دغه رنګ به واپس ستاسو ناپ تول کولے شى.“
هغۀ ته چې د څۀ څيز ضرورت وى نو په خوشحالۍ سره او د زړۀ د اخلاصه يې ورکړئ، نو مالِک خُدائ به تاسو له په هر کار کښې برکت درکوى.