22 د تميز نه بغېر يوه ښُکلې ښځه داسې وى لکه د سرو زرو نتکۍ چې د خنزير په پوزه وى.
ما د هغې نه تپوس وکړو، ستا پلار څوک دے؟ نو هغې جواب راکړو، زما پلار بتواېل دے چې د نحور او مِلکاه زوئ دے. بيا ما هغې له نتکۍ ورپه پوزه کړه او کَړى مې ورپه لاس کړې.
په دې يقين وکړئ، چې بدکاران به بېسزا پاتې نۀ شى، خو هغوئ څوک چې صادقان دى هغوئ به آزاد وى.
يوه پاک لمنه ښځه د خپل خاوند د سر تاج وى، خو يوه بېحيا ښځه د هغۀ په هډوکو کښې لکه د ناسور په شان وى.
نازونه اداګانې دوکه ده او حُسن فانى دے، خو کومه ښځه چې د مالِک خُدائ نه يريږى نو هغه د صِفت قابله ده.
نو بيا يوه ښځه بهر راغله چې د هغۀ سره مِلاو شى. هغې د کنجرتوب جامې اغوستې وې، او په غلط خيال سره چې هغه دوکه کړى.
کم عقله ښځه سرتېزه وى، هغه بېادبه او بېعلمه وى.
او په هغوئ دا متل ثابتيږى چې، ”سپے د خپل قى په طرف راګرځى،“ او ”خنزير د لامبلو نه وروستو بيا په خټو کښې رغړى.“