19 رښتينے صادق سړے به ژوندے پاتې شى، خو هغوئ څوک چې شرارت کوى نو خپل مرګ ته روان دى.
او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې تا ولې د عقرون خُدائ بعلزبوب نه تپوس دپاره پېغام وړُونکى لېږلى وُو؟ ستا څۀ خيال وو چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ نو په دې وجه تۀ به روغ نۀ شې، او خامخا به مړ شې.“
بادشاه ته ووايئ چې، مالِک خُدائ فرمائى چې تۀ به د کټ نه پا نۀ څې، او خامخا به مړ شې.“ الياس د مالِک خُدائ په حُکم عمل وکړو،
د صادق ګټه هغۀ له ژوند ورکوى، خو د بدکاره ګټه هغه د ګناه طرف ته بوځى.
د عدالت په ورځ به مال دولت په کار نۀ راځى، خو صداقت به ستاسو ژوند بچ کړى.
د صداقت په لاره کښې ژوندون دے، په دغه لار کښې مرګ نشته.
د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کومه چې انسان ته سکون ورکوى او د مصيبتونو نه يې بچ ساتى.
څوک چې د حِکمت د لارې نه بېلارې شى، نو هغه به د مړو په ډله کښې شمار شى.
څوک چې صداقت او شفقت پسې ګرځى، هغه به ژوندون، آبادى او عزت پېدا کړى.
خو څوک چې ما نۀ حاصلوى خپل ځان ته نقصان ورکوى، هر څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغه د مرګ سره مينه کوى.“
خو په هر قوم کښې چې څوک د هغۀ نه يريږى او د صداقت کارونه کوى خُدائ پاک د هغوئ نه رضا وى.
ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.
همېشه عدل او اِنصاف کوونکى اوسئ، نو چې هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او هلته اوسېږئ.
نو کله چې د هغۀ بد خواهش راوچت شى نو ګناه ترېنه پېدا شى، او کله چې ګناه زياته شى نو مرګ ترې پېدا شى.
هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.
زما بچو، څوک دې هم تاسو دوکه نۀ کړى ځکه چې څوک هم صداقت کوى هغه صادق دے لکه چې مسيح صادق دے.