12 هغه څوک چې کم عقل وى نو خپل ګاونډى ته سپک ګورى، خو هوښيار او پوهه سړے خپله ژبه قابو کښې ساتى.
خو خلق خاموش وُو او يوه خبره يې هم نۀ کوله ځکه چې حزقياه حُکم ورکړے وو چې، ”هغۀ له جواب مۀ ورکوئ.“
هرکله چې خبرې ډيرې وى نو هلته ګناه هم موجوده وى، خو څوک چې خپله ژبه قابو ساتى هوښيار دے.
د صادقانو د برکت په وجه ښار آباديږى، خو د بدعمله په خبرو هغه تباه کيږى.
غېبت کوونکے د نورو راز خوروى، خو قابل اعتماد کس راز پټ ساتى.
هغه څوک چې خپل ګاونډى سپک ګڼى ګناه کوى، خو بختور دے هغه څوک چې په غريب رحم کوى.
خو کۀ يو سړے زنا کوى نو هغه بېحده کم عقل دے، ځکه چې هغه خپل ځان تباه کوى.
او فريسيان څوک چې په مال مئين وُو هغوئ چې دا خبرې واورېدلې نو په عيسىٰ پورې يې خندا وکړه.
عيسىٰ هغه خلقو ته هم چې په خپل ځان يې باور کولو چې مونږ صادقان يُو او نور يې سپک ګڼل، دا مِثال ووئيلو،
نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.
بيا زبول هغۀ ته ووئيل، ”اوس ستا لافې چرته دى؟ تۀ هم هغه کس وې چې تا وئيل چې مونږ د دې سړى ابىمَلِک خِدمت ولې وکړُو. دا هغه سړى دى چې تا ورسره د نفرت سلوک کولو. اوس لاړ شه او جنګ ورسره وکړه.“
خو څۀ شريرانو خلقو ووئيل، ”دا سړے به مونږ څنګه بچ کړى؟“ هغوئ د ساؤل سپکاوے وکړو او تُحفې يې ورله رانۀ وړې. خو ساؤل هيڅ جواب ورنۀ کړو.