Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 11:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 د صادقانو د برکت په وجه ښار آباديږى، خو د بدعمله په خبرو هغه تباه کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 11:11
14 Iomraidhean Croise  

نو دا تاسو نۀ وئ، بلکې خُدائ پاک وو چې هغۀ زۀ دلته راولېږلم. هغۀ زۀ د فِرعون د ټولو نه لوئ وزير، د هغۀ د دربار مشر او په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم.


په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“


ځکه چې خُدائ پاک بې‌ګناه خلق بچ کوى، کۀ چرې تۀ بې‌ګناه يې نو هغه به تا هم بچ کړى.“


کله چې صادقان برکتى شى نو ټول ښار په هغوئ خوشحالى کوى، او کله چې بدعمله هلاک شى نو د خوشحالۍ چغې راوچتې شى.


هغه څوک چې کم عقل وى نو خپل ګاونډى ته سپک ګورى، خو هوښيار او پوهه سړے خپله ژبه قابو کښې ساتى.


صداقت سره قوم عظيم شى او ګناه د هر چا دپاره رسوائى ده.


هرکله چې يو مُلک باغى وى، نو د هغه مُلک ډېر حاکمان وى، خو پوهه او هوښيار انسان د مُلک نظام برقرار ساتى.


مسخره کوونکى ښارونه راپاروى، خو هوښيار انسان غصه سړوى.


خو په هغه ښار کښې يو غريب خو هوښيار کس وو. هغۀ په خپلې هوښيارتيا سره هغه ښار بچ کړو. خو وروستو هيچا هغه ياد نۀ کړو.


او ژبه هم اور دے، دا زمونږ په اندامونو کښې د شرارت يوه دُنيا ده، دا په ټول وجود کښې بدى پېدا کوى او زمونږ په ټول ژوندون کښې اور لګوى، او په خپله د دوزخ په اور کښې سوزيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan