Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 11:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 کله چې صادقان برکتى شى نو ټول ښار په هغوئ خوشحالى کوى، او کله چې بدعمله هلاک شى نو د خوشحالۍ چغې راوچتې شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 11:10
14 Iomraidhean Croise  

ټول خلق خوشحاله وُو او په ښار کښې امن وو، ځکه چې عتلياه په محل کښې وژلے شوې وه.


هغې هلته د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې نوے بادشاه وليدو، چې د هغه ستنو سره ولاړ وو چې د بادشاهانو دپاره مخصوصې وې او ګېرچاپېره ترې نه فوجى آفسران او د بيګلو غږوونکى تاو وُو. ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې، او د مالِک خُدائ د کور موسيقارانو د موسيقۍ د څيزونو سره دا جشن روان کړے وو. هغې د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغه يې ووهله، ”غدار! غدار!“


ټول خلق خوشحاله وُو او اوس د عتلياه د وژلو په وجه په ښار کښې خاموشى وه.


هوا په هغوئ پسې داسې شور جوړوى لکه چې سړے په چا پورې خندا کوى.“


نو مريم هغوئ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيله، ”مالِک خُدائ ته حمد‌و‌ثناء ووايئ، ځکه چې هغۀ لويه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.“


د صادقانو د برکت په وجه ښار آباديږى، خو د بدعمله په خبرو هغه تباه کيږى.


کله چې صادقان کامياب شى، نو ټول قوم غټه خوشحالى کوى، خو کله چې د بدکارانو حکومت راشى نو هر څوک خپل ځان پټوى.


هرکله چې حکومت د بدکارانو لاس ته ورشى، نو خلق خپل ځان پټوى، کله چې بدکاران هلاک شى نو صادقان بيا آباد شى.


کله چې صادقان حکومت کوى، نو خلق خوشحالى کوى، خو هر کله چې بدکاره حکومت کوى، نو خلق فرياد کوى.


نو بيا به آسمان او زمکه او هر څۀ چې په کښې دى د بابل په شکست د خوشحالۍ چغې ووهى، ځکه چې د شمال نه به تباه کوونکى فوجيان په هغۀ حمله وکړى، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“ او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan