5 څوک چې په ګرمۍ کښې فصل راټولوى هغه هوښيار زوئ دے، خو هغه زوئ څوک چې د لو په وخت کښې خوب کوى د شرم باعث دے.
ناراسته لاسونه يو انسان غريبوى، خو محنتى لاسونه انسان مالداره کوى.
برکت د صادق د سر تاج دے، خو بدعمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوى.
يوه پاک لمنه ښځه د خپل خاوند د سر تاج وى، خو يوه بېحيا ښځه د هغۀ په هډوکو کښې لکه د ناسور په شان وى.
يو هوښيار نوکر به د مالِک په شرمېدلى زوئ باندې حُکم چلوى، او په ميراث کښې به ورته حِصه هم لکه د يو ورور په شان مِلاو شى.
هر هغه څوک چې په خپل پلار باندې ظلم کوى او خپله مور وشړى نو دے هغه زوئ دے څوک چې د شرم باعث دے.
کله چې ګياه ختمه شى او نوې ګياه راشنه شى او ګياه د غرونو نه راجمع کيږى،
مېږى خو کمزورے مخلوق دے، خو بيا هم په ګرمۍ کښې خپل ځان له خوراک راټولوى،
ناراسته خلقو مېږو ته وګورئ، او د هغوئ په چال چلن باندې غور وکړئ او هوښيار شئ.
خو دوئ په اوړى کښې خپل خوراک راټولوى، او خپل ځان دپاره خوراک په لو کښې راجمع کوى.