4 ناراسته لاسونه يو انسان غريبوى، خو محنتى لاسونه انسان مالداره کوى.
هم په هغه ورځ د اِسحاق نوکران راغلل او هغۀ ته يې د هغه کوهى په حقله ووئيل چې کوم هغوئ کنستلے وو. هغوئ ووئيل، ”مونږ اوبۀ موندلې دى.“
څوک چې په ګرمۍ کښې فصل راټولوى هغه هوښيار زوئ دے، خو هغه زوئ څوک چې د لو په وخت کښې خوب کوى د شرم باعث دے.
يو کس چې سخاوت کوى، نو نور هم مالداره کيږى، خو يو بل کس چې کنجوس وى نو نور به هم غريب شى.
محنتى لاسونه به حکومت کوى، خو ناراستى به دې غلام کړى.
ناراسته انسان خپل ښکار هم نۀ پخوى، خو محنتى انسان خپل مال دولت اضافه کوى.
يو ناراسته کس ډېر څۀ غواړى خو څۀ ورته نۀ ملاويږى، خو د محنت کوونکى خواهش تر سره کيږى.
څوک چې په خپل کار کښې سست وى هغه لکه د هغه ورور په شان دے څوک چې تباهى راولى.
ناراستى ښۀ خوب راولى، او لټ سړے اوږے پاتې کيږى.
ناراسته خو خپل لاس تالى ته رسوى خو تر دې چې هغه بيا واپس خپلې خولې ته هم نۀ وړى.
خوب سره مينه مۀ کوه ځکه چې غريب به شې، بېدار اوسه نو تا سره به د خوراک دپاره هر څۀ ډېر تير وى.
ناراسته په صحيح موسم کښې قُلبه نۀ کوى نو د لو په وخت کښې هغۀ سره هيڅ نۀ وى.
د محنتى انسان منصوبې د آبادۍ باعث ګرځى، خو په يقين سره جلد بازى انسان د غربت سره مخ کوى.
کۀ يو کس دومره ناراسته وى چې هغه خپل چت هم نۀ مرمت کوى، نو دا به راڅاڅى او هغه کور به راوغورزيږى.
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.