31 د صادق د خولې نه د عقل او حِکمت خبرې راوځى، خو کږه ژبه به پرې کړے شى.
دوئ وائى چې، ”مونږ به په خپله ژبه هر څۀ حاصل کړُو، څوک مو د وينا نه ايسارولے شى چې مونږ خپلې شونډې استعمال کړُو؟“
د هغوئ دروغژنې ژبې دې غلې شى هغه مغرورې ژبې چې نېکانو پسې سپکې وائى.
نېکان خلق خبرې د حکمت کړى، او د هغوئ ژبه د اِنصاف خبرې کړى.
خو بادشاه به خوشحاليږى د خُدائ پاک په نوم، او ټولو چا چې د خُدائ په نوم قسم خوړلے، هغوئ به د هغۀ ثناء صِفت کوى، ځکه چې د دروغژنو خولې به بندې شى.
د صادق خولۀ د ژوند چينه ده، خو بدعمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوى.
د هوښيار په شونډو کښې پوهه موندلے کيږى، خو د ناپوهه دپاره چوکه وى.
هر څوک چې بد ګُمانه وى نو هغه به برکت ونۀ مومى، د چا ژبه چې دوکه ماره وى په مصيبت کښې به راګېر شى.
هغه په حِکمت سره خبرې کوى، او هغه په مهربانۍ سره ښودنه کوى.