Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 10:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 صادق به کله هم د بېخ نه ختم نۀ شى، خو بدکاره به په زمکه پاتې نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 10:30
16 Iomraidhean Croise  

خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى.


په يقين سره هغه به ونۀ خوځولے شى، صادق سړے به تل يادولے شى.


هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى، کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.


د قرض په بدل کښې چې څوک نۀ وى سود خواران او څوک چې د بې‌ګناه خلاف رشوت نۀ قبلوى. نو داسې چې څوک کوى هغه به قائم وى مدام.


مالِک خُدائ همېشه راسره دے زۀ په دې پوهېږم. هغه په خوا کښې راسره دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.


مالِک خُدائ چې چا ته برکت ورکړى دوئ به د زمکې وارثان شى، خو په چا چې لعنت وکړى د دُنيا نه به فنا شى.


خو خُدائ به تاسو د تل دپاره تباه کړى. د کور نه به دې راونيسى او د ژوندو د دُنيا نه به دې بېخ ختم کړى،


هرکله چې طوفان راشى نو بدکاره جارُو کړى، خو صادق به د تل دپاره قائم وى.


هغوئ جواب ورکړو چې، ”هغه به دا بدکارى په خراب مرګ ووژنى او باغ به نورو زميندارو له په اجاره ورکړى، څوک چې به په موسم کښې د دۀ د مېوې برخه پوره پوره ورکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan