17 هغه څوک چې اصلاح قبلوى د ژوند په لاره ځى، خو هر هغه څوک چې اصلاح کول نۀ منى نو خپل ځان بېلارې کوى.
نو امصياه ورته ووئيل، ”د کله نه تۀ مونږ د بادشاه مشير مقرر کړے يې؟ خولۀ دې بنده کړه، ګنې ووبه دې وژنم.“ پېغمبر خبرې بندې کړې خو دا يې وفرمائيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک ستا د تباه کولو فېصله کړې ده دا ځکه چې تا دا هر څۀ وکړل او زما نصيحت ته دې پام نۀ دے کړے.“
دوئ زما نصيحت رد کړو، کله چې مې اصلاح کوله نو دوئ ما ته هيڅ توجو رانۀ کړه.
څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے.
د هغه چا به سخت تربيت وشى څوک چې صحيح لاره پرېږدى، څوک چې د اِصلاح کولو نه نفرت کوى نو هغه به مړ شى.
هغه څوک چې تربيت رد کوى د خپل ځان سپکاوے کوى، خو هغه څوک چې تربيت قبلوى نو دے عقلمندى حاصلوى.
څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى.
حِکمت د هغوئ دپاره د ژوند ونه ده څوک چې هغې ته غاړه ورکوى، بختور دى هغوئ څوک چې هغه راټينګوى.
زما نصيحتونه راټينګ کړه او دا مۀ پرېږده چې ستا نه لاړ شى. د هغوئ ښۀ حفاظت وکړه ځکه چې دا ستا ژوندون دے.
هغۀ ما ته تعليم راکړو او وې وئيل، ”په خپل ټول زړۀ سره زما نصيحت راټينګ کړه، زما په حُکمونو عمل کوه نو ستا ژوند به په خير تير شى.
نو تۀ به ووائې، ”ما د اصلاح نه څومره نفرت کولو. او څومره به زما زړۀ اصلاح کول رټل،
نو زۀ د تباهۍ په غاړه ولاړ يم، او په ډېرو خلقو کښې وشرمېدم.“
نو د هغوئ حُکمونه ډيوه ده او د هغوئ هدايت رڼا ده، او د هغوئ اصلاح د ژوندون لار ده.
د خپلو خبرو په وجه ځان مۀ ګناهګارَوه، او اِمام ته مۀ وايه چې ما په غلطۍ سره منښته منلې وه. نو په دې وئيلو سره خُدائ پاک مۀ غصه کوه چې ستا ټول محنت مشقت تباه کړى.
نو هغۀ جواب ورکړو، ”نه، بختور هغه دى څوک چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“
نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟
په دې وجه مونږ له په کار دى چې په هغه څۀ ډېر غور وکړُو څۀ چې مونږ واورېدل، نو هسې نه چې مونږ د دې نه لرې لاړ شُو او ونۀ ښوئيږو.
هغه بوډا سړى د ښار په بازار کښې مسافر وليدو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟ او تۀ چرته ځې؟“