16 د صادق ګټه هغۀ له ژوند ورکوى، خو د بدکاره ګټه هغه د ګناه طرف ته بوځى.
د صداقت مېوه د ژوندون ونه ده، خو هوښيار سړے زړونه ګټى.
څوک چې صداقت او شفقت پسې ګرځى، هغه به ژوندون، آبادى او عزت پېدا کړى.
ځکه چې ټول وران خيالونه، لکه قتل، زنا، حرامکارى، غلا، د دروغو ګواهى او غېبت د زړۀ نه راوځى.
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.
خو خراب او دوکه باز خلق به نورو له په دوکه ورکولو او دوکه خوړلو کښې لا زياتيږى.
ځکه چې خُدائ پاک بېاِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.