15 د مالداره مال دولت د هغۀ دپاره قلعه ده، خو غربت د غريب دپاره تباهى ده.
دوئ چې په خپل مال دولت باندې يقين لرى، او په خپل ډېر مال دولت فخر کوى.
”ګورئ، دا هغه زورَور سپاهى دے چا چې د خُدائ په حفاظت يقين نۀ کولو، خو هغۀ په خپل ډېر مال دولت باندې يقين کولو، او نور هم زورَور شولو په شرارت کولو.“
غريب د هيچا خوښ نۀ وى، تر دې چې خپل ګاونډيان يې هم نۀ خوښوى، خو مالداره ډېر دوستان لرى.
د مالداره دولت د هغوئ دپاره د مضبوط ښار په شان وى او په دې خيال چې دا به د هغوئ د حفاظت يو اوچت دېوال وى.
کۀ د غريب سړى نه د هغۀ رشتهدار ډډه کوى، نو بيا به د هغۀ دوستان د هغۀ نه څومره نور هم ډډه کوى. کۀ څۀ هم چې هغه د هغوئ سره د خبرو کولو کوشش کوى، خو هغوئ ترې نه لاړ شى.
عقلمندى به دې د پېسو په شان حِفاظت کوى. او د عقلمندۍ خاص فائده دا ده چې هغه خپل مالِک محفوظ ساتى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“
مريدان د هغۀ په دې خبره حق حېران شول خو عيسىٰ په دوېم ځل وفرمائيل، ”بچو، د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے.
او بيا به خپل ځان ته ووايم، سړيه، ډېر څيزونه دې جمع کړل چې د ډېرو کالونو پورې ستا دپاره کافى دى، اوس په آرام ژوند کوه، خوره څښه او خوشحاله ګرځه.
او څوک چې د دې موجوده زمانې دولتمند دى هغوئ ته حُکم ورکړه چې مغرور کيږى دې نه، او نۀ دې په نا اعتباره مال څۀ اُميد کوى، بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.