14 هوښياران خپل عِلم ذخيره کوى، خو د کم عقل فضول خبرې تباهۍ ته دعوت ورکوى.
دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى،
هغه څوک چې په ټګۍ سره سترګې وهى نو د تکليف باعث کيږى، او په بېفکره خبرو سره به کم عقل تباه شى.
هوښياران په نصيحت خوشحاليږى، خو بېوقوفه کړتن به تباه شى.
هوښيار خپل عِلم نۀ څرګندوى، خو کم عقل خلق خپل جهالت ښکاره کوى.
څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک نۀ ساتى نو هغه به تباه شى.
هر څوک چې بد ګُمانه وى نو هغه به برکت ونۀ مومى، د چا ژبه چې دوکه ماره وى په مصيبت کښې به راګېر شى.
بېخونده کس هر څۀ د خپلې خوښې په مطابق کوى، او د هرې صحيح فېصلې مخالفت کوى.
هوښياران تل د عِلم حاصلولو په لټون کښې وى، او د هغوئ غوږونه د عِلم زده کولو دپاره تيار وى.
د کم عقل خولۀ د هغۀ خپله تباهى ده، او د هغۀ خبرې د هغۀ د خپل ځان دام دے.
څوک چې حِکمت حاصلوى نو د خپل ځان سره مينه کوى، څوک چې پوهه خوښوى هغۀ ته برکت ملاويږى.
څوک چې خپله خولۀ او ژبه په قابو کښې ساتى، خپل ځان د مصيبت نه خلاصوى.
هوښيار ته لارښودنه وکړه نو هغه به نور هم هوښيار شى، صادق ته تعليم ورکړه نو هغه به د دې نه نور تعليم هم زده کړى.
د هوښيار سړى خبرې د هغۀ د عزت سبب جوړيږى، خو د کم عقل سړى خبرې د هغۀ د تباهۍ سبب جوړيږى.
ښۀ سړے د زړۀ د خزانې نه نېکى راوباسى او بد سړے چې د زړۀ خزانه يې بده وى هغه ترې بدى راوباسى.
د آسمان بادشاهى د هغه خزانې په مِثال ده چې په پټى کښې پټه وى. کوم سړى چې دا وموندله نو بيا يې ښخه کړه او په خوشحالۍ يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه پټے يې پرې واخستو.
بيا هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”هرکله چې د آسمان په بادشاهۍ کښې يو اُستاذ زده کړې ته کښېناستو نو هغه د کور د مالِک په مِثال دے، څوک چې د خپل ګودام نه زاړۀ او نوى څيزونه راوباسى.“