10 هغه څوک چې په ټګۍ سره سترګې وهى نو د تکليف باعث کيږى، او په بېفکره خبرو سره به کم عقل تباه شى.
تۀ د خپلو جذباتو نه کار ولې اخلې؟ او ستا رنګ ولې دومره سور دے
مۀ پرېږده چې زما دشمنان زما په شکست باندې خوشحاله شى، مۀ پرېږده هغوئ چې نفرت کوى له ما چې په غم زما خوشحاله شى.
هوښياران خپل عِلم ذخيره کوى، خو د کم عقل فضول خبرې تباهۍ ته دعوت ورکوى.
هوښياران په نصيحت خوشحاليږى، خو بېوقوفه کړتن به تباه شى.
هر هغه څوک چې سترګې وروځې وهى هغه کږې وَږې منصوبې جوړوى، او څوک چې خپلې شونډې مروړى نو هغه په غلطو منصوبو سر شوى وى.
په ژبه کښې د مرګ او ژوند طاقت شته دے، او څوک چې دې سره مينه کوى هغوئ ته به يې نتيجه مِلاو شى.
هغوئ سترګې وهى او ستا د دوکه کولو دپاره په پښو او ګوتو اِشارې کوى،
نو کۀ زۀ درغلم نو هغه کارونه به درته په ګوته کړم کوم چې هغه کوى او زمونږ خلاف فضول او بدې خبرې کوى، او لا په دې هم نۀ صبريږى بلکې زمونږ وروڼو ته د هر کلى وئيلو نه هم اِنکار کوى او څوک چې داسې کوى هغوئ هم منع کوى تر دې چې د جماعت نه يې هم شړى.