1 دا د سليمان متلونه دى، يو هوښيار زوئ خپل پلار له خوشحالى ورکوى، خو کم عقل زوئ خپلې مور له غم ورکوى.
هغۀ درې زره متلونه او يو زر او پينځۀ سندرې جوړې کړې.
د داؤد د زوئ د سليمان متلونه چې د بنى اِسرائيلو بادشاه وو.
هوښيار زوئ د خپل پلار تربيت قبلوى، خو يو جاهله انسان ملامتيا ته غوږ نۀ نيسى.
هوښيار زوئ د خپل پلار دپاره د خوشحالۍ ذريعه ده، خو بېوقوفه خپلې مور ته سپک ګورى.
د چا په کور کښې چې بېوقوفه زوئ پېدا شى نو په کور کښې غم او پرېشانۍ راولى، د بېوقوفه د پلار دپاره خوشحالى نشته.
کم عقل زوئ د خپل پلار د غم باعث وى، او د تريخوالى باعث د هغه چا دپاره وى د چا نه چې پېدا وى.
بېوقوفه زوئ د پلار د تباهۍ باعث وى، او جګړماره ښځه داسې وى لکه کوټه چې هر وخت راڅاڅى.
دا د سليمان نور متلونه دى، کوم چې د حزقياه کاتبانو د يهوداه بادشاه راجمع کړى دى.
زما زويه، هوښيار اوسه او زما زړۀ خوشحاله کړه، نو بيا به زۀ هر هغه چا ته جواب ورکولے شم څوک چې ما ته سپک ګورى.
د تربيت چوکه حِکمت پېدا کوى، خو چې کوم بچے چې آزاد آموخته شى نو هغه به د خپلې مور د شرمولو باعث شى.
د خپل زوئ ښۀ تربيت وکړه هغه به تا ته سکون او خوشحالى درکړى.
کوم انسان چې د حِکمت سره مينه کوى نو هغه خپل پلار خوشحالوى، خو د کنجرو دوست خپل مال حال الوځوى.
معلِم په خپله هوښيار وو او خلقو له يې هم د عِلم تعليم ورکولو. هغۀ په ډېرو متلونو باندې غور او فکر کولو او ترتيب وار يې جمع کړل.
او چا ته پته ده چې هغه به هوښيار وى او کۀ کم عقل؟ خو چې ما د څۀ دپاره محنت کړے دے نو هغه هر څۀ به د هغۀ شى، څۀ چې ما په خپله هوښيارتيا په مخ د زمکې ګټلى دى نو هغه هر څۀ به د هغۀ وى. دا ټول بېمعنې دى.