Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 1:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 زما زويه، د خپل پلار لارښودنو ته غوږ شه او د خپلې مور تعليم دې مۀ هېروه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 1:8
20 Iomraidhean Croise  

زما زويه، کله چې ګناهګاران ستا د بې‌لارې کولو کوشش کوى، نو د هغوئ نه ځان ساته.


زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، او د هغوئ په نقش قدم مۀ ځه.


زما زويه، کۀ تۀ زما خبرې ومنې او زما حُکمونه په زړۀ کښې محفوظ کړې،


خپل پلار ته غوږ نيسه، چا چې تا له ژوند درکړے دے، او د خپلې مور بې‌عزتى مۀ کوه کله چې هغه بوډۍ شى.


زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته.


هغه سترګې چې د خپل پلار پورې ټوقې کوى، او خپلې مور ته سپک ګورى، نو د صحرا په ټپوسانو به راويستلے شى، او لاش به يې د صحرا د ګنجۍ خوراک شى.


دا هغه پېغام دے چې لمو‌اېل بادشاه ته خپلې مور تعليم ورکړے وو.


ما به د خپلو اُستاذانو تابعدارى نۀ کوله، او نۀ به مې خپلو لارښودونکو ته غوږ نيولو.


زما زويه، د پلار په حُکمونو عمل کوه، او د خپلې مور لارښودنه مۀ هېروه.


زما زويه، زما خبرې ځان سره وساته او زما احکام خپل ځان سره حفظ کړه.


مونږ د هغه هر څۀ تابع يُو د څۀ چې مونږ ته زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ تعليم راکړے دے. نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ ښځو او نۀ زمونږ زامنو لوڼو کله مے څښلى دى.


ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


نو ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښې پروت راوړو. د هغوئ ايمان يې چې وليدو نو عيسىٰ هغه شل سړى ته وفرمائيل چې، ”زما زويه، خاطر جمع کړه، ستا ګناهونه معاف شول.“


خو عيسىٰ مخ ورواړولو او هغه يې وليده او ورته يې وفرمائيل، ”ډاډه اوسه، زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې.“ او په هم هغه ساعت هغه روغه شوه.


ما ته ستا د مينې نه هغه ډک ايمان راياديږى کوم چې اول ستا د نيا لوئيس او ستا د مور يونيکې وو، او اوس زما يقين دے چې ستا هم دے.


نو روت درمند ته لاړه او چې څنګه خواښې ورته وئيلى وُو هم هغه شان يې وکړل.


کۀ يو سړے د بل چا خِلاف ګناه وکړى، نو خُدائ پاک ته د هغۀ دپاره سوال کېدے شى خو کۀ يو سړے د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى نو د هغۀ دپاره هيڅ څوک هم د رحم سوال نۀ شى کولے.“ خو هغوئ خپل پلار ته غوږ ونۀ نيولو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو فېصله وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan