Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 1:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 1:5
18 Iomraidhean Croise  

نو امصياه ورته ووئيل، ”د کله نه تۀ مونږ د بادشاه مشير مقرر کړے يې؟ خولۀ دې بنده کړه، ګنې ووبه دې وژنم.“ پېغمبر خبرې بندې کړې خو دا يې وفرمائيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک ستا د تباه کولو فېصله کړې ده دا ځکه چې تا دا هر څۀ وکړل او زما نصيحت ته دې پام نۀ دے کړے.“


نو چې څوک عقل لرئ نو زما خبره واورئ، هر چا ته پته ده چې خُدائ پاک بدى نۀ کوى، او د قادر خُدائ دپاره ممکن نۀ دى چې هغه غلطى وکړى.


کۀ تاسو پوهه لرئ، نو دا خبره واورئ، زۀ چې څۀ وايم نو هغې ته غوږ کېږدئ.


”اے عقلمندو سړو، زما خبره واورئ، اے هوښيارانو ما ته غوږ ونيسئ،


چې څوک پوهه لرى نو هغوئ به ما ته ووائى، او هغه عقلمند چې ما ته غوږ ږدى نو هغوئ به ووائى،


څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے.


مسخره کوونکى حِکمت لټوى او هيڅ نۀ مومى، خو حِکمت آسانۍ سره تميز دارو له راځى.


هوښياران تل د عِلم حاصلولو په لټون کښې وى، او د هغوئ غوږونه د عِلم زده کولو دپاره تيار وى.


کۀ څوک پېغور کوونکے ووهى نو د دې نه به ساده ګان سبق زده کړى، کۀ چرې پوهه سړے ورټلے شى نو هغه به د دې نه نور عِلم زده کړى.


کله چې يو مسخره کوونکى ته سزا ورکړے شى، نو ساده هم ترې نه عقل زده کړى، خو کله چې د هوښيار لارښودنه وشى، نو هغه ترې نه نور عِلم حاصلوى.


زما تعليماتو ته غوږ شئ او هوښيار شئ، دا مۀ نظر انداز کوئ.


نو تۀ کله هم د مسخره کوونکى رټنه مۀ کوه هغه به ستا نه نفرت کوى، هوښيار ته تنبيه ورکړه هغه به تا سره مينه کوى.


هوښيار ته لارښودنه وکړه نو هغه به نور هم هوښيار شى، صادق ته تعليم ورکړه نو هغه به د دې نه نور تعليم هم زده کړى.


ما ته په دُنيا کښې د يو بل څيز هم پته ولګېده چې تېزه منډه وهونکى همېشه د منډې لوبه نۀ ګټى او تکړه جنګيالى همېشه جنګ نۀ شى ګټلے. هوښيار خلق هر وخت په رزق ماړۀ نۀ وى، قابل خلق همېشه نۀ مالداره کيږى او تعليم يافته خلق تل په ژوند کښې کامياب نۀ وى. هر څۀ په وخت او په بخت باندې منحصر وى.


تاسو په خپله پوهيږى څۀ چې زۀ وايم تاسو د هغې په خپله جاج واخلئ.


په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ، نو د نورو قومونو خلقو ته به پته ولګى چې تاسو څومره هوښيار خلق يئ. کله چې هغوئ د دې ټول قانون نه خبر شى، نو هغوئ به ووائى، دا عظيم قوم څومره حِکمت او پوهه لرى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan