28 نو بيا چې کله دوئ ما ته چغې وهى، خو زۀ به دوئ له جواب نۀ ورکوم. دوئ به ما هر چرته د زړۀ نه ولټوى، خو دوئ به ما پېدا نۀ کړى.
بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به بنى آدم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه دپاره ژوندى وى، دا فانى مخلوق دے. د نن نه پس به دوئ د شپږ شلو کالو نه زيات ژوندى نۀ وى.“
چې کله مصيبت په هغوئ باندې راشى نو خُدائ پاک به د هغوئ ژړا اورى څۀ؟
چې کله بدعمله فرياد کوى، نو خُدائ پاک د هغوئ د غرور په وجه جواب نۀ ورکوى.
د بچ کولو يې څوک نۀ وُو هغوئ وکړل د مدد دپاره فريادونه، دوئ وکړو سوال مالِک خُدائ ته خو هغۀ ورنۀ کړو جواب.
زۀ هغوئ مېده کوم لکه د طوفان دوړې، زۀ يې جارُو کوم لکه د کوڅو خاورې.
کۀ زما په زړۀ کښې د ګناه دپاره ځائ وو، نو مالِک خُدائ به زما سوال اورېدلے نۀ وو.
مالِک خُدائ د بدعمله خلقو نه لرې وى، خو هغه د صادقانو دُعاګانې اورى.
زۀ د هغه چا سره مينه کوم څوک چې ما سره مينه کوى، او څوک چې زما لټون کوى نو ما بيامومى.
ما خپل جانان ته ور کولاو کړونه، خو هغه بيا تلے وو، نو زۀ سخته پرېشانه شومه، ما هغه ولټولو، خو هغه مې پېدا نۀ کړونه، ما هغۀ ته آواز وکړونه، خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.
کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى.
نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم.
تر دې کۀ هغوئ روژه هم ونيسى، نو زۀ به د هغوئ فرياد ته غوږ نۀ نيسم. او کۀ چرې هغوئ ما ته سوزېدونکې او د غلې نذرانې هم پېش کړى، نو زۀ به هغه نۀ قبلوم. بلکې هغوئ به په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ کړم.“
نو په دې وجه زۀ به په هغوئ باندې خپل غضب نازل کړم، نۀ به هغوئ زما نه بچ شى او نۀ به زۀ په هغوئ رحم وکړم. کۀ څۀ هم چې هغوئ زما په غوږ کښې چغې ووهى زۀ به هغوئ ته غوږ نۀ نيسم.“
زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى. او چې کله په هغوئ مصيبت راشى نو هغوئ به زما سخت تلاش شروع کړى.“
کله چې هغوئ خپلو رَمو او څاروو سره د مالِک خُدائ لټون له راځى، نو هغوئ به يې پېدا نۀ کړے شى ځکه چې هغۀ دوئ پرېښى دى.
خلق به د يو سمندر نه بل سمندر پورې او د شمال نه تر مشرق پورې ګرځى، چې د مالِک خُدائ کلام ولټوى، خو دوئ به يې پېدا نۀ کړى.
بيا به هغوئ مالِک خُدائ ته چغه کړى، خو هغه به هغوئ ته جواب ورنۀ کړى. په هغه وخت کښې به هغه خپل مخ د هغوئ نه پټ کړى د هغه بدو عملونو په وجه چې هغوئ کړى دى.
کله چې ما ورته آواز وکړو، نو هغوئ نۀ اورېدلو، او نو اوس کله چې هغوئ آواز وکړى، نو زۀ به يې نۀ اورم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
بيا تاسو د مالِک خُدائ په مخکښې وژړل، خو نۀ هغۀ ستاسو فرياد واورېدو او نۀ يې درته غوږ ونيوو.
تر دې چې تاسو يې غواړئ خو څۀ په لاس نۀ درځى، دا ځکه چې تاسو يې په بد نيت سره غواړئ، د دې دپاره چې تاسو يې په خپل عېش و عشرت ولګوئ.
کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو به د دې بادشاه نه د خلاصون دپاره فرياد وکړئ، کوم چې تاسو په خپله خوښ کړے وى، خو په هغه وخت کښې به مالِک خُدائ ستاسو شکايتونه نۀ اورى.“