20 حِکمت په لارو کوڅو کښې په تېزه چغې وهى، او په چوکونو کښې په اوچت آواز نعرې وهى.
د بازار په ګڼه کښې هغه چغې وهى، او د ښار په دروازو کښې چرته چې خلق راغونډيږى هلته تقرير کوى،
پوهې خپل کور جوړ کړے دے، او خپل ځان دپاره يې اووۀ ستنې تراشلې دى.
هغې خپله وينځه ورولېږله او هغه د ښار د اوچتو ځايونو نه آوازونه کوى.
او د بنىهنوم وادۍ ته لاړ شه، او د کُلالانو د ماتو لوښو دروازې ته مخامخ هلته هغه پېغام خلقو ته بيان کړه کوم چې زۀ تا له درکوم.
او خپل ښار ته راغلو چرته چې هغۀ خلقو ته د هغوئ په عبادتخانو کښې تعليم ورکولو. نو هغوئ حېران شول او تپوس يې ترې وکړو چې، ”دا حکمت او د معجزو طاقت يې له کومه ځايه حاصل کړے دے؟
ځکه خو خُدائ پاک په خپل حِکمت کښې وئيلى دى چې زۀ به تاسو ته نبيان او رسولان درولېږم او په دوئ کښې به ځينې ووژلے شى او ځينې به وزورولے شى.
د اختر په آخرى او د ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودرېدلو او په اوچت آواز يې وفرمائيل، ”کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى.
خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېريهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے.
خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،
په چا کښې چې د حِکمت او عِلم ټولې خزانې پټې پرتې دى.